سویلي آسیا

پاکستان خپلو پولو ته څېرمه د هند بریدونه غندلي دي

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې او د دغه سازمان په امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازي له نړۍ وغوښتل؛ د دغه هېواد پولو ته څېرمه د هند دنوې ستراتېژۍ او د بريدونو مخنيوي وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل: «هند په خپلو داخلي پولو کې مسلمانان، مسیحیان او نور اقلیتونه په نښه کوي.»

هغه ويلي، چې د هند له پولو بهر «دولتي ترهګري» یوازې په پاکستان پورې محدوده نه ده؛ کېداى شي  کاناډا، متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د سیاسي دښمنانو په نښه کولو پورې پراخه شوې وي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتي؛ په هند کې د مذهبي ځایونو د ساتنې لپاره عملي پلان پلي کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی همداراز ويلي، پاکستان په کشمیر کې د هندي چارواکو له خوا د ۲زره۴۰۰ څخه د زیاتو پېښو په اړه د کره شواهدو سره  يوه قضيه ملګرو ملتونو ته سپارلې ده.

ښاغلي اکرم ويلي، د سولې د کلتور د ودې لپاره د هڅو سربېره نړۍ د «کرکې، تاوتریخوالي او جګړې» په زیاتوالي له ٣٠٠زياتو شخړو شاهده ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر زیاته کړه: “د خلکو حقونه په ځانګړې توګه په فلسطين، جمو او کشمير کې په بې رحمۍ سره تر پښو لاندې کیږي. موږ په پرمختللې ډیموکراسۍ کې آن د توپير پالنې، لويى، اسلام ځپنې او تعصب د خپریدو شاهدان یو.

دا په داسې حال کې ده، چې هند تر دې مخکې له خپلو پولو بهر هدفي بریدونو  رد کړي او ویلي یې دي، چې له خپلو پولو بهر په بریدونو کې لاس نه لري.