سوداګري

جنوبي کوریا د اسیا پراختیايي بانک سره دوه میلیارده ډالره مرسته وکړه

جنوبي کوریا د اسیا پراختیايي بانک سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې دغه هېواد ژمنه وکړه چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د دغه بانک د خپلواکو فعالیتونو لپاره دوه میلیارده ډالره مرسته وکړي.

د اسیا پراختیايي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته به په اړمنو اسیایي هېوادونو کې د اقلیمي پروژو، ترانسپورت، انرژۍ، کرنې، پوهنې، حکومتی اصلاحاتو، روغتیا، معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخو کې ولګول شي.

د دغې خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرسته د اسیا پراختیايي بانک سره )د ياد هيواد د۲۰۲۱ کال( د تېر هوکړه ليک په پرتله درې برابره زیاته شوې ده.

ویل کیږي چې د دې پیسو ٨٠٠ ملیون ډالر په هند کې د ګډ تمویل پروژو لپاره ځانګړي شوي.

د دغه تفاهم ليک موخه د اسيا پراختيايي بانک او د علم د مشارکت صندوق تر ادارې لاندې دشمالي کوريا لخوا د فني مرستو او د امکاناتو د مطالعاتو پياوړتيا ده.

د اسيا پراختيايي بانک هم ويلي، چې د اسيا او د اقيانوسيې هېوادونو د سوکالۍ او ګډو لاسته راوړنو ته ژمن دى او په ورته وخت کې به د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.