نړۍ

ډیموکراتانو په يو ليک کې له بایډن څخه غوښتي چې پر رفح د اسرائیلو د برید مخه ونیسي

انځور: ارشیف

پرون (چهارشنبه، د می لومړۍ)، جو بایډن یو ځل بیا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د ډیموکراټ غړو له نوي فشار سره مخ شو چې پر اسراییلو فشار راوړي څو پر رفح له برید څخه ډډه وکړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ۵۷ دیموکرات استازو په یوه لیک کې له جوبایډن غوښتي چې ټول اړین اقدامات وکړي؛ څود اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو پر رفح له برید څخه منع کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نیویارک کې د مظاهرو له پای ته رسیدو سره سم د امریکا د کلیفورنیا په پوهنتون کې پولیس د فلسطین پلوه لاريون کونکي زده کړيالانو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کولمبیا پوهنتون په ودانۍ کې د مظاهره چیانو له نیولو څو ساعته وروسته، پولیس د کالیفورنیا پوهنتون په ساحه کې له زیاتیدونکي کړکېچ سره مخ شول.

په لاس انجلس کې د کاليفورنيا پوهنتون څخه دعیني شاهدانو ویډیوګانې، چې د رويټرز لخوا تاييد شوي،ښيي چې خلک دپوهنتون ساحې ته د پوليسو له راتګ دمخه د فلسطین پلوه لاریون کونکو دساتنې لپاره لرګي او ميلې د تبر او لرګينې تختې د لنډ مهاله سنګرونو په توګه کاروي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اردن له پاچا سره په کتنه کې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند او له حماس څخه د اسرائیلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.