سوداګري

افغانستان د دوبۍ «ګلوبل وېلېج» په نندارتون کې دویم مقام خپل کړ

افغانستان د “ګلوبل وېلېج” په نړیوال سوداګریز نندارتون کې چې هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړېږي، دویم مقام خپل کړ.

دغه نندارتون شپږ میاشتې دوام درلود او افغانستان هم په روان کال کې په کې ګډون کړی و.

په دغه نندارتون کې د افغانستان د برخې استازي ميرخان مقري وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې دا لومړى ځل دى، چې افغانستان دويم مقام خپلوي.

د هغه په ​​وينا، په دې نندارتون کې د افغانستان لاسي صنايع، موسيقي، هنري پارچې، افغاني جامې، وچې او تازه مېوې، قيمتي ډبرې او افغاني خواړه نندارې ته اېښودل شوي وو.

په دغه نندارتون کې ۳زره۵۰۰ سوداګرو او ۹۳ کلتوري بنسټونو ګډون کړی و.

هر کال له ټولې نړۍ څخه څه دپاسه اوه مليونه وګړي له دغه نندارتون څخه ليدنه کوي.