سوداګري

په کندز کې د قابله ګۍ په پروګرام کې ۲۳۴ نجونو د نوم لیکنې په ازموینه کې ګډون وکړ

د طالبانو د کډوالوچارو وزارت وايي، په کندز ولایت کې ۲۳۴ ميرمنو چې هيواد ته راستنې شوې دي، په کندز ولایت کې د قابله ګۍ په درې کلن پروګرام کې د شاملېدو په آزموینه کې برخه اخیستې ده.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، ددغه پروګرام مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا کېږي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ازموینې ۸۰ تنه ګډونوالې به په کندز ولایت کې د قابله ګۍ درې کلن پروګرام ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې نجونې له دوو کلونو راهیسې پوهنتونونو ته له تلو محرومې شوې دي.
او دا په پرله پسې توګه دریم کال دى،چې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته له تګ منع شوې دي.