سوداګري

په کابل کې د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان د استازو ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي،چې نن (جمعه، د غويي ۷) په کابل کې د ترکمنستان، قزاقستان او دطالبانو د پلاوي ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

په ورته مهال، د ترکمنستان د ولسمشر د مرستیال چاکي ایف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی؛ څو د دواړو لوريو ترمنځ پر سوداګريزو مسایلو خبرې وکړي.

له بل لوري د قزاقستان يو لوړ پوړى دولتي پلاوى د ثور په پنځمه د دغه هېواد د لومړي وزير د مرستيال سيرک ژومانګارين په مشرۍ کابل ته راغلى دى.

د طالبانو د صناعت او سوداګرۍ وزارت تردې وړاندې د طالبانو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې خبر ورکړی و.

د طالبانو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو سوداګریزو مسایلو خبرې شوې دي.

که څه هم طالبانو په ښکاره ډول هڅه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړي؛ خو د هغو بنديزونو له کبله، چې د طالبانو د ځپونکو پاليسيو په پایله کې دافغانستان پر اقتصاد د نړيوالې ټولنې لخوا وضع شوي، د افغانستان سوداګرۍ د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان خلک له سخت بشري او اقتصادي ناورين سره مخ دي.