ورزش

افغانستان له تاجکستانه په ماتې خوړلو د اسيا د فوټسال د ملتونو جام څخه ووت

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيا د فوټسال د هېوادونو د جام په نيمه پاى لوبه کې له تاجکستانه په ماتې خوړلو د دغو سياليو بل پړاو ته له تګه پاتې شو.

دغه لوبه چې نن (چهارشنبه د غویي په ۵مه) په تایلنډ کې ترسره شوه، د تاجکستان ١پر٢ بریا سره پای ته ورسېده.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د یوه مدافع تېروتنه د دې لامل شوه چې تاجکستان ۱-۰ مخکې شي.

د دویمې نیمايي په پیل کې فرزاد محمودي وکولای شول چې د خپلو همکارانو تېروتنه جبران کړي او لوبه ۱-۱ مساوي کړي. د بریا لپاره د دواړو لوبډلو له پرله پسې هڅو سره سره لوبه نوره هم وغځول شوه.

په اضافي وخت کې د تاجکستان لوبغاړو یو پنالټي ضربه ترلاسه کړه چې په دویم او ګټونکي ګول یې بدله کړه.

په دې ماتې سره افغانستان د اسیا د ملتونو جام له سیالیو ووت او تاجکستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه. دا په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړنی ګډون وو او د دوی لپاره یوه ارزښتناکه تجربه وه.

د اسيايي هېوادونو د فوټسال جام څلورمې نیمایي ته د افغانستان وتل د هېوادوالو له خوا د يوې ښې بريا په توګه وستايل شول.