نړۍ

په غزه کې د ډله ییزو قبرونو په تړاو د ملګرو ملتونو غوښتنه

ملګرو ملتونو د غزې په دوو لویو روغتونونو کې چې د اسرایلو له خوا پرې برید شوی و، د “ډله ییزو قبرونو” موندلو په اړه د یوې “رڼې،روښانه او معتبرې څېړنې” غوښتنه کړې ده.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوچاریک پرون (سه شنبه، اپریل ٢٣) خبریالانو ته ويلي، چې معتبر پلټونکي باید دې سایټونو ته لاسرسی ولري او زیاته یې کړه چې نور خبریالان باید په غزه کې په خوندي توګه کار وکړي، څو د حقيقتونه راپور کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فولکر ترک هم ویلي دي چې هغه په ​​غزه کې د الشفاء روغتون او د خان یونس په جنوبي ښار کې د ناصر روغتون ویجاړولو او همدارنګه ددې روغتونونو په خوا اوشا کې د “ډله ییزو قبرونو” د موندلو له امله ترهېدلى دى. او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د دې راپور پر بنسټ، په خان یونس کې د ناصر روغتون دننه د “لنډمهاله قبرونو” څخه(هغه وخت چې اسراییلي ځواکونو تیره میاشت مرکز محاصره کړى و) ٢٣٨ مړي موندلي دي.

په ورته وخت کې اسراییلو د خپلو برېدونو د زياتدو په ترڅ کې خلکو ته د غزې له شمالي سیمو د وتلو امر کړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې د ټانکونو او هوايي بریدونو په واسطه خپل بریدونه زیات کړي دي.

ویل کیږي چې د اسراییلو پوځ د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې دوی په “خطرناکه جګړه کې” دي اوبايد لدې سيمې ووځي.

دغه خبري آژانس د سیمه ایزو اوسیدونکو په حواله ليکلي، چې اسرائیلو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پرله پسې ډول په بیلابیلو سیمو بمباري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اسرایلو د جګړې له امله تر اوسه پورې د تلفاتو شمېر له ۳۴ زرو څخه اوښتی دی.