سویلي آسیا

د پاکستان د ګمرک دوه کارکوونکي په وسله وال کې برید کې ووژل شول

د پاکستان د ګمرک دوه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد په لویدیځ کې د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په دغه هېواد کې د پاکستان د ګمرک پنځه نور کارکوونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو پاکستاني پوليس وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان محمد عدنان وويل: “د ګمرک مامورين په سيمه کې د پلټنو لپاره موجود وو، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.”

نوموړي دغه راز زياته کړه: “درې ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د ګمرک د يوه افسر په ګډون پنځه تنه په ډزو وژل شوي وو.”

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي تل پر طالبان په خپله خاوره کې د ناامنيو پړه اچوي. د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړې ده.