نړۍ

قطر وايي، چې امنیت شورا «خپل رول او مسوولیت» نه شي پرځاى کولی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطين د بشپړ غړیتوب د پرېکړه لیک په تصویبولو کې ددغه سازمان د امنیت شورا پاتې راتلل، په سیمه کې د سولې د ټینګښت ناکامي وبلله.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼې کې،په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره د وړاندیز شوي پرېکړه لیک په تصویب کې د امنیت شورا د ناکامۍ له امله «خواشيني» څرګنده کړه او دا یې د عدالت اوپه سیمه کې د سولې د ټینګښت د هڅو ناکامۍ لپاره خوشينونکي وبلله.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: د امنیت شورا د دغه پرېکړه لیک د مسودې په تصویب کې پاتې راتلل او یو ځل بیا د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په چوکاټ کې د دغې شورا د خپل رول او مسوولیت په ترسره کولو او په ځانګړې توګه د غزې په وړاندې د “وحشي جګړې” په سیوري کې خپل کمزوري وښودله.

په دې خبرپاڼه کې قطر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره دې د کړکېچ د کمولو اود شخړویوې نوې لړۍ ته د منځني ختيځ سيمه د راښکته کېدو له خطره وژغوري.

امریکا تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د امنیت په شورا کې د یوه پریکړه لیک مسوده ویټو کړه.

خو د امریکا له خوا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د مسودې دغه ویټو کېدنه هم د دغه سازمان د غړو هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.