سویلي آسیا

په پاکستان کې نامعلومو وسله والو په دوو جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژلي دي

د پاکستان د بلوڅستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو په دوو جلا پېښو کې ۱۱ تنه وژلي دي.

سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، یو بس چې د تفتان سرحدي سیمې ته پر لاره وو، ناپېژانده وسله والو ودرولی او ۹ تنه پنجابي مسافر یې ترې وتښتول.

پولیسو د دوی جسدونه د غره سره نږدې وموندل.

بل خوا په يوه بله پېښه کې د کوټې – تفتان پر لويه لار د وسله والو بريدګرو پر موټر د ډزو په پايله کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

پولیس وايي، څو وسله والو برید کوونکو لویه لاره تړلې او د موټرو تلاشي یې کوله. برید کوونکو په دغه موټر هغه مهال ډزې وکړې چې ودرېد.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسؤولیت نه دی منلی.