سوداګري

د اختر په رارسېدو سره په بلخ کې د ټوکرانو او جامو بازار غوړیدلی

د اختر شپو او ورځو را نږدې کېدو سره په افغانستان کې د ټوکرانو او جامو پلورونکو بازارونه هم ګرم شوي.

په بلخ کې د ټوکرانو او جامو یو شمېر پلورونکي وايي، چې په دې ورځو او شپو کې ډېر پېرېدونکي لري او د خپلو خدمتونو له ښه کېدو هم خبر ورکوي.

په ورته وخت کې په بلخ کې یو شمېر پېرودونکي وايي چې د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر یې خپل ټول غمونه او اندېښنې یوې خواته کړي او د پېرلو لپاره بهر ته را وتلي دي.

په داسې حال کې چې بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ د ډېرو ژوند بې‌خونده کړی، خو دې بېلابېلو رنګونو دلته د اختر فضا ژوندۍ ساتلې ده.

هټيوال وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې يې د پېرودونکو شمېر ډېر شوی او د پلور بازار يې ګرم دی.

په بلخ ولایت کې د بلخ ولسوالۍ یو هټیوال، شفیع‌الله وایی: «اختر نږدې دی او موږ له خپل کاروبار ډیر راضي یو. ډیرۍ پېرودونکي لرو او کاروبار مو ښه روان دی.»

ددغې ولسوالۍ یو بل هټیوال، شاهدالله وایي: «د جنس له مخې بیې توپير لري او ښه جنس قیمته دی. موږ هر متر تر ٢٥٠ افغانۍ پلورو او داسې ټوکران هم لرو، چې د هر متر بيه ٦٠ افغانۍ ده.»

د بلخ له ولسوالۍ لېرې، دلته د مزارشريف ښار بازارونو هم د اختر بوی او رنګ لري.

مزاري پلورونکي هم شپه او ورځ خپلو پیرودونکو ته د جامو په چمتو کولو بوخت دي.

د مزارشریف یو هټیوال، هلال الدین سروري وایي: «دا عمده فروشي ده او په فابریکه کې هم تولیدات لرو، چې په فابریکه کې مو تر ۲۰۰ نارینه او ۴۰ ښځې کار کوي. سل ډوله کورتۍ او واسکټونه لرو، او دا ټول زموږ خپل تولیدات دي.»

پېرېدونکي د دې ټولو انتخابونو په منځ کې د اختر د جامو په ټاکلو بوخت دي.

یوه پېرودونکي، یارمحمد آمو ته وویل: «نن راغلو چې د اختر لپاره جامې، واسکټ، رخت او بوټونه واخلو. ماشاءالله د مزارشریف بازارونه ډېر خوندور او ګرم دي او که وغواړو له یوې برخې بلې ته لاړ شو، زموږ ډیر وخت ونیسي او پلورونکو هم ښه توکي بازار ته راوړي دي.»

د اختر د دسترخوان او د وچې مېوې د چمتو کولو ترڅنګ، نوې جامې اغوستل په افغانستان کې د اختریز دود یوه برخه ده.
که څه هم په ډېرو حالاتو کې بې ‌زلۍ او تنګلاسۍ پر دغه کلتور سیوری غوړولی، خو په ټوله کې اختر د هر چا د خوښۍ لپاره یو بهانه ګڼل کېږي.