ساینس او ټکنالوژي

واتساپ د څو شیبو لپاره له ګډوډۍ سره مخ شوی وو

زرګونو کاروونکو د چهارشنبې په ورځ د «واتساپ» اپلیکیشن کې د څو دقیقو د ګډوډۍ راپور ورکړ.

د ټکنالوژۍ ویب پاڼې چې د «ډاون ډیټیکټر» په نوم یادیږي ویلي، چې تر ۱۷۰۰۰ زیاتو کاروونکو د واتساپ کارولو پر مهال د کړکېچ خبر کړی دی.

د دې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په هند کې له ۳۰ زرو ډېر کاروونکي، په برتانیا کې له ۶۷ زرو ډېر کاروونکي او په برازیل کې له ۹۵ زرو ډېرو کاروونکو له دې اپلیکېشن سره د بېلابېلو نورو ستونزو راپور ورکړی دی.

په ورته وخت کې، رویټرز راپور ورکړی چې میتا د نظر لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.