نړۍ

د سویلي چین مارننګ ډیلي: داعش خپلې ترهګریزې هستوي شبکې فعالې کړې دي

په یوه راپور کې، د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ویلي، چې داعش د «ترهګرۍ هستوي شبکه» فعاله کړې چې د اوریشیا له ګوټ ګوټ څخه د شبه نظامیانو لخوا پرمخ وړل کیږي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې یې د دې ډلې پټنځایونه په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

خو په دې راپور کې راغلي دي: «داعش ډلې په افغانستان او ترکیه کې له خپلې اصلي اډې څخه د لوژستیکي مرکز په توګه، له خپلو بېلابېلو ملي او سیمه ییزو څانګو سره په روان کال کې په څلورو هېوادونو (روسیه، ایران، پاکستان او ترکیه) کې وژونکي بریدونه په نزدې همکارۍ ترسره کړي دي.

دې ورځپاڼې د ترهګرۍ د څانګې د شنونکو له خولې ویلي، چې «داعش خراسان» په عراق او سوریه کې د دې ډلې له منځه تللي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دې چینايي ورځپاڼې په هغه هېواد کې د داعش له بریده وروسته د ترکیې د څارنوالانو خبره راخیستې او لیکلي یې دي، چې د داعش په ځینو وروستیو بریدونو کې د «سن کیانګ اویغوریانو» هم لاس درلود.

د راپور له مخې د شنونکو په حواله لیکل شوي، داعش هڅه کوي چې «په غزه کې د اسرائیلو له جګړې ګټه پورته کړي» او په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلکو غوسه راوپاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت په تالار کې د «داعش خراسان» له خوا په وروستي برید کې تر ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي، او د دغه هېواد ولسمشر هم د دې ډلې د نوم له اخیستو پرته ویلي، د دې برید تر شا «افراطي اسلام پالو »لاس درلود.