Uncategorized @ps سوداګري

صنعتکاران: په کندز کې د آهنګري صنعت بازار د پام وړ کم شوی دی

په کندز ولایت کې د آهنګري صنعت آهنګران وايي چې دا صنعت د بل هر وخت په پرتله خپل بازار له لاسه ورکړی دی.

دا آهنګران زیاتوي، چې پخوا د آهنګري صنعت ډير ښه و، خو اوس بازار ته د بهرنیو توکو د راتګ له کبله ددي صنعت کاروبار مخ پر کمېدو دی.

له لرغونو وختونو راپه دي خوا ډېر آهنګرانو له سختو کارونو او زحمتونو سره دی صنعت ته ښه وده ورکړي وه.

خو اوس یو شمېر صنعتکاران شکایت کوي چې د دوی تولیداتو ته د خلکو پام نه کېږي.

دوی بازار ته د بهرنیو توکو په واردولو کې د دوی د سوداګرۍ په ټپه دریدلو لامل ګڼي، هغه محصولات چې په بازار کې د کورنیو تولیداتو په پرتله په ارزانه بیه شتون لري.

په کندوز کې يو شمېر آهنګران وايي، چې پخوا به يې له اوسپني چي ، بیلچی، تبریان، کلنګ،سټکونه او يو شمېر نورو وسپنيز وسايل جوړول.

امید انوري ،هم په کندز کې یو له نورو آهنګرانو څخه دی، اوس د دې کاربار د کمښت او د پیرودونکو د نشتوالي له کبله، دوی د زړو وسایلو ترمیم کوي.

په همدې حال کې د کندز یو شمېر اوسېدونکي تاییدوي چې کورني تولیدات د بهرنیو تولیداتو په پرتله ښه کیفیت لري. خو دوی زیاتوي چې د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره باید له کورنیو توکو او تولیداتو څخه کار واخیستل شي.