سوداګري

د تورخم د لارې کارګرانو د پاکستاني حکومت د بندیزونو پر ضد لاريون وکړه

د تورخم دواړو غاړو یو شمېر کارګرانو د پاکستان د حکومت له لوري پر دوی د لګېدلو بندیزونو پر ضد لاریون وکړ.

دا کارګران وايي چې د کار لپاره مشخص ځای نه لري او هغه وسایل چې دوی ورسره کار کوي د پاکستاني پولیسو له خوا وخت نا وخت له دوی څخه اخلي.

دا کارګران چې ډېری یې د لنډې کوتل اوسېدونکي دي وايي، که پاکستاني چارواکي د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، د تورخم په دروازه کې به اعتراضي خیمي ولټوي.

د لنډي کوتل کارګرانو اتحادیې مشر، امیر نواز وايي:
« له دي کارګرانو سره د انسان په څیر چلند نه کیږي، او څوک ورته د انسان په سترګه نه ګوري او دوي ته منظم کار نه ورکول کیږي».

د تورخم پر لویه لار هره ورځ یو شمېر کارګران په خپلو لاسي ریړيانوکي کې د مسافرینو مالونه له یوه لوري بل لوري ته لېږدوي چې یو شمېر یې دا کارګران ماشومان دي.