نړۍ

نتانیاهو واشنګټن ته د اسرائیلي پلاوي سفر لغوه کړ

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بنیامین نتانیاهو،له خوا په غزه کې د سمدستي اوربند پریکړه لیک تصویب کړه، د اسرائیلو لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د دې پریکړې په غبرګون کې امریکا ته د یوه لوړ پوړي پلاوي پلان شوی سفر لغوه کړ.

ښاغلي نتانیاهو د امریکا نه پاتې کیدو ته په اشارې سره وویل: «د دې وړاندیز په مخنیوي کې د واشنګټن ناکامي له خپل پخواني دریځ څخه ښکاره شاتګ دی او د حماس پر ضد د جګړې هڅې او همدارنګه په غزه کې د ۱۳ یرغمل شویو بندیانو د خلاصون هڅې به زیانمنې کړي».

په همدي حال کي، رویټرز راپور ورکړی چې د اسرائیلو لوړ پوړی پلاوی به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د پلان شوي نظامي عملیاتو په اړه خبرې وکړي، چیرې چې تر یو ملیون ډیر فلسطینیانو پناه اخیستې ده.