نړۍ

د پولنډ پوځ پر روسی تور ولګاوه چې د دي هېواد له فضايي حریم څخه سرغړونه کړي ده

د پولنډ پوځ ویلي ،دي چې روسیې د اوکراین په لویدیځ کې د کروز توغندي په ویشتلو سره د دي هیواد له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.

د پولنډ پوځ زیاته کړې، چې دا توغندی د ۳۹ ثانیو لپاره د دي هېواد په فضا کې شاوخوا دوه کیلومتره الوتنه وکړه.

په همدې حال کې د یکشنبې په سهار، روسیې د دي هېواد د پلازمېنې کی یف په ګډون پر اوکراین ۵۷ توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوغولې، چې د اوکراین دفاعي سیسټم یې د ۱۸ توغندیو او ۲۵ بې پیلوټه الوتکو رانسکوره کړي دي.

د اوکرایین پوځ ویلي، چې دغو بریدونو مرګ ژوبله نه ده اړولې.