نړۍ

درېیو بریدګرو د ارمنستان په پلازمېنه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ

د ارمنستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې، درې تنو وسله والو برید کوونکو د یکشنبې په ورځ په پلازمینه اریوان ښار کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ.

د لومړنيو موندنو له مخې، له دغو درېيو بريدګرو څخه دوه يې د خپلو «لاسي بمونو د چاودنې» له امله ټپيان شوي دي.

ویل کېدل چې درېیم کس له «لاسي بم» سره د پوليسو له مرکز څخه بهر ولاړ وو.

خو د روسیې تاس خبري آژانس ویلي چې، د پېښې په ځای کې د همدې مرکز د پولیسو مشر حاضر و او له دغو کسانو سره یې خبرې کولې.