نړۍ

امام علي رحمان له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کي وویل: ترهګر هیڅ ملت، هیڅ هیواد او مذهب نه لري

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني تماس کې د روسیې د وژونکي برید په غبرګون کې وویل: چې «ترهګر نه تابعیت لري، نه وطن او نه مذهب».

کاخ کرملین وايي: د دواړو هېوادونو ولسمشرانو موافقه کړې چې د ترورېزم پر ضد د خپلو ګډو هلو ځلو «پراختیا» ورکړي.

په همدې حال کې روسي رسنیو ویلي: دي چې د مسکو د کنسرت پر تالار برید کوونکي د تاجکستان اتباع دي.

خو د سې شنبې په ورځ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د دي هېواد دوګړو د نیولو په اړه راپورونه «جعلي» وبلل.

د روسیې استخباراتو پرون وویل چې د اوکراین له پولې څخه یې د څلورو بریدګرو په ګډون ۱۱ کسان نیولي چې پر ملکي وګړو یې ډزې کولې.

د کنسرت پر تالار برید کې ۱۳۳ تنه ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شول.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ د دغې پېښې د قربانیانو په درناوي په دي هېواد کې عامه ماتم اعلان کړ.