سوداګري

د «ملت سټیل» فابریکې دوهم پړاو د ۵۰ ملیون ډالرو په پانګونې سره پرانیستل شو

د فلزي فولادو فابريکې لخوا د ۵۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د گول سيخ د توليد دويمه مرحله نن (يکشنبه) په کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د دي شرکت د مسوولینو په وینا، د دغې فابریکې دریم پړاو به په شپږو میاشتو کې په کار پیل وکړ.

د ملت اوسپنې فابریکې مشر نقیب الله نظري وايي، د دي فابریکې په دویم پړاو کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او ۲ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وايي چې د دي فابريکې په درېيم پړاو کې به «ګاډر او رېل» توليد شي.

د هغه په وينا، د اوسپنې ٥٠ سلنه پروسس په هېواد کې دننه ترسره کېږي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ګول سيخ د صادراتو تعرفه دې راټيټه کړي.

ښاغلي نظري وویل چې د دي شرکت له خوا د سل ټنه ګول سیخ د صادراتو قرارداد له ازبکستاني شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

په همدې حال کې د دې فابریکې د دریم فاز کار هم د یکشنبې په ورځ پیل شو. د دې فابريکې مسؤولين وايي، چې د درېيم پړاو په بشپړېدو سره به په دې فابريکه کې زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

په دې مراسمو کې د طالبانو د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر وویل، چې د کورنیو فابریکو د ملاتړ لپاره به پر وارداتو تعرفه لوړه شي.