ښځې

رینا امیري: د افغانستان ښځو په وړاندې د طالبانو فرمانونه دوی بې وزله او په مرستو پورې تړلي ساتي

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د شپږم ټولګي څخه پورته انجونو د ښونځي د بند پاته کېدو په غبرګون کې ویلي چې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه د افغانستان ښځې بې وزله او پر بشري مرستو متکي کوي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې، دا بندیزونه د دې لامل شوي چې، یو شمیر کورنۍ له هیواده ووځي.

رینا امیري ټینګار وکړ چې، د افغانستان د خلکو لپاره د خپلو اولادونو له زده کړې پرته بله هیڅ اړینه چاره نلري، چې له سلګونو کلونو راهیسې دوی ته تعلیم کول عامه تګلاره ده.

نوموړې په ​​ایکس کې لیکلي چې؛ نړۍ د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې، د هیواد نیمایي نفوس باندې د طالبانو لخوا لګول شوي ښوونیز محدودیتونه لغوه کړي، کوم چېدوی ته یې زیان رسولی دی.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وویل: «دا ډیر (دردونکې) دی چې یو بل کال ووینم چې د ښوونځیو دروازې د ۱۲ کلونو څخه د پورته نجونو له شتون پرته خلاصې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ د حمل په لومړۍ ورځ له شپږم ټولګي د نجونو له شتون پرته د نوي ښوونیز کال زنګ وواهه.