سوداګري

په پکتیا کې د محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې فعالې شوې

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي د مېوو او سبزيجاتو د زېرمه کولو لپاره د لسو سړو خونو د فعالېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې، یادې سړې خونې په وروستیو کلونو کې غیر فعالې شوې وې، چې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بېرته فعالې شوې.

څمکنۍ د پکتیا ولایت یوه له مهمو او ګڼ مېشتو ولسوالیو ده د دې ولایت چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي.

په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د کروندګرو د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره لس سړې خونې فعالې شوې.

عبدالرووف سعید په پکتیا کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رئیس داسې وایي: «له دې سړو خونو څخه د څمکنیو ولسوالۍ شاوخوا ۳۰ کروندګر ګټه اخلي او هغه حاصلات چې دوی یې راټولوي، په دې سړو خونو کې به په ښه توګه ساتل کېږي.»

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ کروندګر په دې ولسوالۍ کې د خپلو حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره د سړو خونو آسانتیاوو د زياتوالي غوښتنه کوي.

عبدالله چې په پکتیا کې په کروندو بوخت دی وایي: «په دې سړو خونو کې موږ کولی شو هرڅه ذېرمه کړو، د بېلګې په توګه، پیاز، کچالو او ټول محصولات او موږ ډیر خوشحاله یو.»

همدا راز عبدالرحمن د پکتیا اوسېدونکی وایي: «موږ غواړو چې پر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي او نه يوازې د څمکنيو ولسوالۍ؛ بلکې د ټولو هغو ولسواليو لپاره چې اوبه لري او خلک يې په کرنه بوخت دي، له هغوى سره دې هر اړخيزه مرسته وشي.»

د سړو خونو نشتوالی تل د کروندګرو لپاره یوه لویه ننګونه وه او د دوی ډیری میوې او سبزیجات یا خرابیږي یا په ټیټه بیه پلورل کیږي.