ښځې

د افغانستان د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه: د ښځو د حقونو ځینې فعالانې له «طالبانو سره تعامل» ته زړه نه ښه کوي

د هیواد په پارلمان کې د خلکو پخوانۍ استازې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې، له طالبانو سره تعامل د نړۍ پرله پسې تېروتنه ده.

کوفي زياته کړه: «ښځې په هیواد کې د ګرځېدو حق نه لري؛ خو د طالبانو مشران له شخصي جټانو سره غونډو ته راځي.»

په ورته وخت کې فاطمې ګیلاني ویلي دي چې، له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نشته.

په دې غونډه کې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله اصیلا وردګ وايي، چې د سیمې او امنیت شورا باید افغانستان په مسئله کې لږ تر لږه په «یوه خوله» ووسي.

همداراز په دې غونډه کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ناهید سرابي دا پوښتنه راپورته کړه چې؛ له ټولنې څخه د ښځو او انجونو د ایستلو اقتصادي پایلې به کله جبران شي؟
ورپسې یې زیاته کړه چې، په داسې یو حالت کې د اقتصادي ودې په اړه خبرې کول «ستونزمن کار» دی.