سوداګري

طالبان: د «کاسا۱۰۰۰» پروژې چارې به د حمل تر پایه پیل شي

طالبان وايي، د «کاسا ۱۰۰۰» پروژې قرارداد پرون د قرغزستان، ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا شرکت او هندي شرکتونو KPTL او KEC سره د څه باندې ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسليک شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دې پروژې مالي لګښت نړیوال بانک ورکوي.

په داسې حال کې چې د نړیوال بانک د دې پروژې تمویل کوي، خو ویلي چې، خپل کار به په داسې توګه ترسره کوي چې د طالبانو پکې ښکېل نه وي.

مجاهد دا هم ویلي، چې د دې پروژې عملي کار به د راتلونکې میاشتې(حمل-۱۴۰۳) په پای کې پیل شي.

دا پروژه له قرغزستان څخه تر پاکستان پورې ۱۲۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۴۴۷ کیلومتره یې په منځنۍ اسیا او پاتې نور یې د افغانستان له شپږو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو تېرېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خپله اعلامیه کې ویلي: « د کاسا-۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د شیرخان کندز له بندر څخه تر تورخم ننګرهار پورې بشپړ شي.»

کاسا ۱۰۰۰ له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته په ځانګړې توګه پاکستان د برېښنا د لېږد یوه ځانګړې پروژه ده، چې د افغانستان پخواني حکومت تل د هغې د عملي کولو خبره کړې وه؛ خو د امنيتي ګواښونو او نورو ننګونو له امله يې عملي کار پيل نه شوې.