ښځې

د آریزونا پوهنتون د افغانو انجونو لپاره «آنلاین ښوونیز» پروګرام پیل کړی

د امریکا د آریزونا ایالت پوهنتون او یو شمېر کاناډایي مېرمنو په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د ژبې د زده کړې یو آنلاین پروګرام پیل کړی دی.

دې پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ دا پروګرام د «بشریت لپاره ښوونه او روزنه» تر سرلیک لاندې په لاره اچول شوی او اوس په ټول هیواد کې شاوخوا دوه زره ښځینه محصلانې په دې ښوونیز پروګرام کې زده کړې کوي.

د خبرپاڼې له مخې راغلي چې د آریزونا ایالت پوهنتون په ۲۰۱۷ کې د «بشریت لپاره د زده کړې» پروګرام رامینځته کړی، چې په ټوله نړۍ کې د ژبې، کالج چمتووالي او کاري مهارتونو په برخه کې زده کوونکي روزي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او له دوه نیم کالو تېرېدو وروسته یې هم په دې تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.