سویلي آسیا

د پاکستان د پارلمان نویو غړو نن «لوړه» وکړه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو له پرله پسې اعتراضونو سره سره بیا هم د دې هېواد د پارلمان نويو غړو نن (پنجشنبه، د زمري ۱۰مه) د «وفادارۍ لوړه» تر سره کړه.

په همدې حال کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د «رأیو غلا» په شعارونو سره لاریونونه وکړل.

له بلې خوا د عمران خان د ټاکنو سرسخت سیالان شهباز شریف او د هغه ورور نواز شریف په دې هیواد کې د نوي حکومت لپاره پلانونه جوړوي.

نواز شریف له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۷م پورې او شهباز شریف د ۲۰۲۲م کال له اپریل څخه تر ۲۰۲۳م کال اګېست میاشتې پورې د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.

راجا پروېز د ولسي جرګې پخوانی مشر د نويو استازو د «لوړې» مراسم نرسره کړل.

په ورته وخت کې چې نواز شریف او شهباز شریف د پاکستان پارلمان ته ننوتل، د دې هېواد د پارلمان غړو د «ژوندی دې وي شریف» شعارونه ورکړل.

بلاول بوټو زرداري چې؛ د شهباز شریف د ګوند له مهمو متحدینو څخه دی، هم د پاکستان په پارلمان کې له تودو هرکلیو سره مخ شو.

خو په ورته وخت کې پاکستان له بېلابېلو ننګونو لکه؛ د وسله والو مخالفینو له خوا د بریدونو زیاتېدل، د انرژیتیکي قوې نشتوالی او «بد اقتصاديوضعیت» سره مخ دی.

له بلې خوا د تحریک انصاف ګوند استازو په پاکستان کې دننه او بهر د مظاهرو د دوام خبرداری ورکړی دی.

تحریک انصاف د پاکستان ټاکنو بهیر له «فساد« سره تړلې ګڼي.

د دغه ګوند یو جګ پوړی غړی غفار علي خان ویلي: «هو! په ټاکنو کې فساد شوی دی.»

د تحریک انصاف ګوند هم له خپلو پلویانو غوښتي دي چې؛ د شنبې په ورځ په دغه هیواد کې په ټول هیواد کې مظاهرې پیل کړي.