روغتیا

په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د پولیو  واکسین کمپاین نن (دوشنبه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې پیل شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي؛ چې دغه کمپاین به درې ورځې دوام ولري.

دا وزارت وایي په دې درې ورځو کې به شاوخوا ۷,۶ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین څخه برخمن شي.

د پولیو د واکسین وروستی کمپاین یوه میاشت وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ترسره شوی وو.

په څه کم یوه کال کې په هېواد کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.