سویلي آسیا

د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمر ایوب د لومړي وزیر چوکۍ لپاره معرفي کړ

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د دې ګوند عمومي منشي عمرایوب د لومړي وزارت لپاره د خپل ګوند نوماند په توګه معرفي کړی دی.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان متحدینو ددغه هېواد د تېرې اونۍ په ټاکنو کې ۹۲ چوکۍ ګټلې دي.

اخوا، د پاکستان په پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې نن یو ځل بیا د رای ورکولو په مرکزونو کې رایه اچونه وشوه.

په دغو مرکزونو کې د درغلیو له راپورونو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغو مرکزونو رایې باطلې اعلان کړې وې.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې تحریک انصاف د دغه ګوند سرمنشي عمر ایوب د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند کړی دی.

په پاکستان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره د رايې اچونې له دوام سره هم مهاله د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په درېيو ایالتونو کې بيا رايه اچونه وشوه.

د پنجاب ایالت په خوشب ښار، د خېبرپښتونخوا په کوهاټ او د سند ایالت په گوتکي ښار کې د رایې اچولو په مرکزونو کې نن بيا رايه اچونه وشوه.

د فبرورۍ په اتمه نېټه په دغو مرکزونو کې د درغليو له راپور وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په دغو مرکزونو کې به بيا رايې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له ټاکنو یوه اونۍ وروسته لا هم په پاکستان کې د راتلونکي ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره سلا مشورې روانې دي.

مسلم لیګ نواز د پاکستان د خلکو ګوند او متحد قومي ګوند په ملاتړ د نواز شریف ورور شهباز شریف د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف عمر ایوب د دغه ګوند سرمنشي نوماند کړی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې دغه ګوند د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره د پاکستان د خلکو ګوند سره خبرو اترو ته چمتو دی.

له بلې خوا، د پاکستان خلک د دغه هېواد له سیاستوالو غواړي چې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره له خپلو اختلافاتو تېر شي.

د کراچۍ اوسېدونکی ساجد امین وايي: «پاکستان به له دې ستونزو څخه یوازې هغه وخت بهر شي چې دوی خپلې ټولې شخصي مسئلې یوې خواته کړي او لاسونه سره یو کړي. که نه نو، هیڅوک د حل لاره نه لري. موږ راتلونکي دولت ته هیله من یو، خو په وړاندې یې سختې ننګونې شته.»

یو شمېر نوماندان او ګوندونه په یو شمېر حوزو کې د ټاکنو د پایلو پر سر اختلاف لري. د هېواد په ځینو برخو کې اعتراضونه هم دوام لري.

د پاکستان په بلوڅستان ایالت کې د پاکستان د خلکو ګوند او د بلوڅستان عوامي ګوند د پلویانو ترمنځ د رایو د بیا شمېرنې پر سر شخړه شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا مهال له سیاسي او اقتصادي بحران او همدارنګه د تاوتریخوالي له څپو سره مخ دی.

سیاسي کارپوه شهاب وايي: «تر اوسه پورې، د مسلم لیګ نواز ګوند او د خلکو ګوند تر منځ له دې احتمالي ائتلاف څخه، هیڅ مناسب اقتصادي پلان نه دی وړاندې شوی چې هېواد له دې اقتصادي بحران څخه راوباسي او سیاسي ثبات راولي.»

له دې سره، د پاکستان د پارلمان پرانیست غونډه به په دوو اونیو کې د دې هېواد د ولسمشر لخوا ترسره شي. د خلکو استازي به بیا په پارلماني ټاکنو کې د پاکستان بل راتلونکی لومړی وزیر وټاکي.