نړۍ

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تر ټولو لوی هوايي برید کې د ۶۷ تنو وژل کېدل

اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په سهار پر غزې تر ټولو ستر هوايي برید وکړ. دا برید چې د غزې په سویل کې د رفع په سرحدي سیمه کې شوی، لږ تر لږه ۶۷ تنه په کې وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي، په دغو بریدونو کې یې دوه اسرائیلي یرغمل شوي کسان هم خوشي کړي دي.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر له اسراییلو غوښتي چې په رفح له غیر پلان شويو هوایي بریدونو ډډه وکړي، د غزې په دې برخه کې چې لږ تر لږه یو ملیون بې ځایه شوي خلک په کې دي، د دوشنبې سهار د اسراییلو د پوځ لخوا له ترټولو لوی هوایي برید سره پیل شو.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په دغه برید کې ۶۷ تنه وژل شوي دي. په همدې حال کې د اسراييلي پوځ په وينا، د دې بريد په پايله کې د حماس له لوري دوه یرغمل شوي اسراييلیان هم خوشې شوي دي.

دا پېښه چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، د غزې د جګړې دوه بېلابېلې سناریوګانې ښيي.

له یوې خوا، دلته اسراییلي یرغمل شوي د خوښۍ اوښکې تویوي او له خپلو عزیزانو سره د بیا یوځای کیدو خوښي کوي.

له بلې خوا یادو بریدونو د غزې د دغو اوسطدونکو له سترګو اوښکې تویې کړې، چې له خپلو عزیزانو سره د تل لپاره مخه ښه کوي.

د غزې اوسېدونکی سید الحمس وايي: «هغه یوه نیمه میاشت دمخه زیږیدلی و او نن خدای ته ستون شو. پلار یې په اروپایي روغتون کې د پاملرنې په څانګه کې دی، او مور یې په پښه او لاس ټپي شوې ده.»

له بله پلوه، په دغو بریدونو کې یو جومات او ګڼ کورونه هم زیانمن شوي دي.
ځايي اوسيدونکي دغه بريدونه «وحشيانه» بولي.

یو ځایي اوسېدونکی وايي: «تېره شپه یوه بده شپه وه چې واقعاً د لوړ غږ ډزو سره وه F16 الوتکو ډزې کولې. ډرون او نورې الوتکې هم وې. ټول وحشت، وحشت، وحشت وو.»

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه چې له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې روانه ده، په غزه کې یې څه باندې ۲۸ زره ۳۰۰ کسان وژلې دي او له ۶۷ زره زیات ټپیان شوي. په اسراییلو کې د مړو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته ورسېد.