ښځې

رینا امیري:یو شمېر ښځې چې د حجاب په پلمه بندي شوې ځانوژنې ته یې مخه کړې ده

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د نیولو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو، د طالبانو د ځواب ویلو او د افغان ښځو او نجونو د ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

مېرمن امیري پر ایکس وايي چې طالبانو سلګونه ښځې او نجونې له همدې امله نیولې او ځورولې یې دي او «سختې جریمې» یې ترې اخیستې دي.

نوموړې ټینګار کوي یو شمېر ښځې او نجونې چې په زندانونو کې شپې تېروي د «بې آبرو کېدو» له وېرې ځان ته د زیان رسولو او آن ځانوژنې ته یې مخه کړې ده.

د بېلابېلو راپورونو له مخې، طالبانو، په وروستیو اوونیو کې د «د دوی د خوښې وړ حجاب نه رعایتولو» له امله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ښځې او نجونې نیولې دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې پر ایکس پاڼه د هغو مېرمنو مېړانه ستایلې چې د طالبانو د سختو تدابیرو په وړاندې اعتراض کوي؛ خو ویلي یې دي چې دا ډول اعتراضونه، «فوق العاده» خطرونه هم له ځان سره لري.

طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو او تحصیل مخنیوی هم پکې شامل دی.

له نړیوالو په تېره بیا د اسلامي نړۍ د هېوادونو له نیوکو سره سره، طالبان پر خپلو سیاستونو د اسلامي شریعت په نوم ټینګار لري.