ښځې

د بشري حقونو سازمانونه: د دوحې په ناسته کې باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي

د بشري حقونو له دې جملې د بښنې نړیوال سازمان په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش غوښتي چې د دوحې په ناسته کې دې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د رعایت موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.

دغو سازمانونو په دې لیک کې ویلي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ راهیسې د ښځو د محدودولو په برخه کې تر ۸۰ زیات فرمانونه صادر کړي چې هغوی یې د ژوند له ټولو چارو لیرې کړې دي.

اوس چې دې ناستې د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، نړیوالې ټولنې او افغانانو لپاره «مهم فرصت» رامنځته کړی دی، نو اړتیا ده بیاځلي وویل شي چې د ښځو حقونه په هېڅ صورت د مذاکرې او معاملې وړ نه دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ، د بښنې نړیوال سازمان او ۸ نورو نړیوالو سازمانونو په دې لیک کې له ښاغلي ګوتریش غوښتي چې د افغان ښځو استازې، اعتراض‌کوونکي، قومي مشران، جنسي لږکي او د طالبانو نورې مخالفې ډلې د دوحې ناستې په ټولو بحثونو کې ګډون ولري.

دغو سازمانونو ویلي چې د ښځو له حقونو په ملاتړ کې د ملګرو ملتونو د ژمنتیا ښودلو لپاره دې موضوع ته پاملرنه اړینه ده.

دوی ټینګار کوي چې که د دوحې په ناسته کې دغو مسایلو ته بې‌پامي وشي، د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار به زیان ومومي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته پرانیستی لیک په داسې حال کې لیکل کېږي چې دا سازمان غواړي د روان کال د سلواغې پر ۲۹ او ۳۰ دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربتوب وکړي.