سوداګري

بایډن: د افغانستان شتمنۍ به امریکا کې کنګل پاتې شي

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له قوله ویلي چې د افغانستان د بشري ناورین اړوند د ۱۴۰۶۴ شمېرې اجرايي فرمان چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کېدل هم پکې شاملېږي، د ۲۰۲۴ له فبرورۍ میاشتۍ وروسته به هم پلي شي.

بایډن د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې ۱۴۰۶۴ شمېره اجرايی فرمان کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان بانک شتمنۍ د امریکا په بانکونو کې کنګل کړې.

د امریکا د ملي قانون له مخې بیړني فرمانونه له یوه کال وروسته خپله لغوه کېږي؛ خو پرته له دې چې ولسمشر یې د تطبیق د دوام په اړه د فدرال په جریده کې څه خپاره کړي او کانګرس ته معلومات ورکړي.

سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر له قوله لیکلي: «د دې مادې له مخې، لاندې خبرپاڼه مې فدرال ته د خپرولو لپاره ولېږله او بیان کړې مې ده چې افغانستان کې پراخ بشري ناورین ته په پام، دا بیړنی وضعیت او افغانستان کې د ژور اقتصادي سقوط احتمال چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ نېټه په ۱۴۰۶۴ شمېرې اجرايي فرمان کې لیکل شوی، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱ وروسته به هم د پلي کېدو وړ وي.»

جو بایډن همداراز ویلي، د افغانستان بانک شتمنیو خوندیتوب چې د امریکا مالي بنسټونو هغه امریکا کې ساتلې دي، بیړني وضعیت (بشري ناورین) ته د رسېدنې او د افغانانو د هوساینې لپاره مهم رول لري.

د سپینې ماڼۍ په دې خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې بېلابېلې ډلې له دې جملې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو استازي د افغانستان بانک شتمنۍ پروړاندې حقوقي ادعا لري.

د افغانستان بانک د شتمنۍ له جملې تر ۷ میلیارد ډالرو زیاتې پیسې نیویارک کې د فدرال په حسابونو کې ساتل کېدې چې وروسته بیا ۳.۵ میلیارد ډالر یې سویس کې د افغانستان اماني صندق ته ولېږدول شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له امریکا غوښتي ترڅو د افغانستان بانک دغه شتمني ازاده کړي.