ښځې

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون د څرنګوالي په اړه اندېښنه لري

UN-hosted meeting on Afghanistan in Doha in May 2022. File Photo.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو ښځو د ټاکلو د څرنګوالي په اړه اندېښمنه ده.

هیدر بار آمو تلویزیون ته وایي چې معلومه نه ده په دې غونډه کې به له افغانستانه هم ښځې ګډون وکړي او که نه.

له بلې خوا، یو شمېر ښځې وايي، چې د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د ښځو هر ډول سیاسي تعامل د منلو وړ نه دی او په دې غونډه کې باید طالبان اړ شي، چې د ښځو او نجونو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.

د هغو ښځو د شمېر په اړه ناروښانتیا چې د دوحې په غونډه کې ګډون کوي د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنې راپارولي دي، د دغه سازمان غوښتنه دا ده چې د دوحې په غونډه کې باید له افغانستانه هم ښځې ګډون وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار وايي: «د دوحې غونډې په را نږدې کېدو سره چې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره کیږي، د اجنډا په اړه یا د دغې غونډه د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه څه معلومات نشته، او په ډېر احتمال سره ښایي چې ملګري ملتونه یو ځل بیا د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک له مخې په دې بحث کې د افغان میرمنو د بشپړ ګډون په یقیني کولو کې پاتې راغلی.»

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. د دې غونډې د اجنډا پر بنسټ، په لومړۍ ورځ به د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي او په دویمه ورځ به د مدني ټولنې، د ښځو د حقونو فعالانې او د طالبانو استازي د ورځې په یوې برخې کې را وبلل شي. او هر یو به په جلا جلا توګه خپل نظر څرګند کړي.

هیدر بار زیاتوي: «دا د ښځو د بشپړ ګډون په معنی نه ده، که د مدني ټولنې له شپږو استازو څخه درې یې ښځې وي، یا هم څلور یا پنځه، بیا هم دا په دې مانا نه ده چې ښځو په ټوله غونډه کې ګډون وکړ، ځکه ښایي ډېری مهم بحثونه په لومړۍ ورځ وشي.»

په ورته مهال یو شمېر ښځې له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کول د بلل شویو ښځو له خوا د نه منلو وړ ګڼي.

د ښځو حقونو فعاله فریضه اکبري وايي: «هغه هېوادونه چې په خپله د آزادۍ او بشري حقونو بنسټ اېښودونکي دي څرنګه کولای شي له یوې ډلې سره چې په ښکاره د انسانانو حقونه سلبوي او د ښځو عادي ژوند یې ترې اخیستی ورسره خبرې وکړي؟»

د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د زده کړو او کاري بندیزونو لګول د ښځو او نجونو تر ټولو مهمه اندېښنه ده، د دوی غوښتنه دا ده چې د دوحې په غونډه کې دې دا اندېښنې په هر اړخیزه توګه مطرح شي.

په کابل کې یوه ښځينه اعتراض کوونکې ریحانه وايي: «د همدې ناستو په جوړېدو د طالبانو تاوتریخوالي دوام درلود، موږ یوه ډله اعتراض کوونکې مېرمنې په دې ناسته کې هر ډول ګډون او له طالبانو سره د اړیکو عادي کول غندو.»

د بشري حقونو د څار سازمان په داسې حال د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني فعالانو د ټاکل کېدو په اړه اندېښنه ښیي، چې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې باخبرو سرچینو آمو ته وویل چې ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو ښځو او د مدني ټولنې د غړو په نوملړ کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به وروستی شي.