دغه متقاعدین وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی تقاعد نه دی ورکړل شوی او دې مسٸلې دوی له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
سربیره پر دې، ځینې متقاعدین اړ شوي دي چې سوالګرۍ ته مخه کړي.
عبدالواسع له څلوېښتو کلونو راهيسې د پوهنې وزارت په مطبعه کې د مامور په توګه دنده ترسره کړې ده؛ خو اوس د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ موندلو لپاره کاغذي دستمال پلوري.
هغه وايي، چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دى، د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره پيسې نه لري او د کور له خاوند څخه هم پوروړی دی.
عبدالواسع له درېيو کلونو راهيسې د خپل تقاعد معاش نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی وايي: «د درملو پیسې نه لرو. د کور د کرایې پیسې نشته او د برېښنا لګښت هم نه شو ورکولای. موږ څه وکړو؟ موږ غواړو زموږ د تقاعد پیسې راکړل شي ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره یې ولګوو.»
د متقاعدینو د ټولنې د شمېرو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د تقاعد شویو وګړو شمېر څه باندې ۱۴۰ زرو ته رسېږي، چې ۱۰ زره یې په کې ښځې دي.
په دې کې تر ۵۶ زرو زیات پوځي متقاعدین هم شامل دي چې خپل حقونه یې نه دي ترلاسه کړي.
ځينې وايي چې څو ځلې د تقاعد رياست ته ورغلي، خو کومه پايله يې نه درلوده او طالبان يې د تقاعد حق نه ورکوي.
د متقاعدینو د معاشونو ورکړه تر اوسه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له خوا نه ده لاسلیک شوې.
یو بل تقاعد شوی میرویس وايي: «د بېوزلو خلکو غږ باید واورېدل شي او زموږ معاش راکړي.»
افندي سنګر هم د تقاعد شویو له ډلې دی، هغه وايي: «په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوو. نه یوازې زه؛ بلکې ټول متقاعدین په همدې وضعیت کې دي. هر ځای ته چې ځو، څوک مو غږ نه اوري.»
تر دې مخکې د طالبانو ویاند آمو ټلویزیون ته ویلي وو چې د متقاعدینو بودیجه د تېرو دوو کلونو ساتل شوې او د طالبانو د مشر له حکم وروسته به د تقاعد شویو حقونه ورکړي.
د قانون پر بنسټ، په افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او د مامورینو د میاشتني معاش پنځه سلنه د تقاعد په برخه کې اخیستل کېږي او زېرمه کېږي.