نړۍ

د قزاقستان حکومت استعفا وکړه

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر د بیانیې له مخې، د دغه هېواد د ولسمشر جومارت توکایوف په مشرۍ حکومت، د دې هېواد د اساسي قانون د اویایمې مادې پربنسټ د حکومت استعفا منلې ده.

علي‌خان اسماعیلوف د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د قزاقستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

رومن اسکلیار چې د قزاقستان په حکومت کې د لومړي وزیر لومړی مرستیال و، د موقت لومړي وزیر په توګه ګمارل شوی دی.