امنیت

د یوناما راپور: په تېرو درې میاشتو کې د پخواني حکومت اووه امنیتي ځواکونه وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د وري میاشتې له ١٢مې نیټې د چنګاښ تر ١٩مې موده رانغاړي، ویلي چې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنې اووه پېښې یې مستند کړې دي.

سربېره پر دې، یوناما ویلي چې په همدې موده کې یې د طالبانو له لوري د «خپل‌سري نیونو» اته پېښې ثبت کړې دي او همداراز یې د پخواني حکومت له چارواکو سره د شکنجې او ناوړه چلند درې پېښې مستند کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د جون په ۲۶مه بیا د طالبانو هغه ژمنه تایید کړه چې د پخواني حکومت او جمهوریت د امنیتي ځواکونو په اړه یې د «عمومي عفوې» په اړه کړې وه، او څرګنده یې کړه چې هېڅوک اجازه نه لري د «بل چا پر حق تیری وکړي»

یوناما په خپل درې‌میاشتنې راپور کې، ویلي چې طالبانو په ځینو برخو کې د ښځو د «حجاب» د رعایت پر موضوع خپل څار سخت کړی دی. د دې ادارې په وینا، د دې درې میاشتو په اوږدو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ولایتي ریاستونو د «محرم درلودلو» شرط په داسې ډول عملي کړی، چې په دوي د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په قانون او نورو لایحو کې روښانه شوی نه دی.

یوناما وايي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو روغتیايي کلینیکونو، دوکانونو، بازارونو، دولتي ادارو او د ټکسي چلوونکو ته امر کړی چې هغو ښځو ته، چې له ځان سره «محرم» نه لري، خدمتونه ورنه کړي. په راپور کې همدارنګه راغلي چې په دې موده کې ښځې له تفریحي ځایونو، پارکونو او باغونو څخه هم محرومې پاتې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ویلي چې په دې موده کې په بلخ ولایت کې درې چاودنې شوې دي چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې له دې ډلې څخه د دوو بریدونو پړه د «ازادی جبهې» پر غاړه اخیستې ده چې په دغو بریدونو کې ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، لومړۍ پېښه د وري میاشتې په ۱۸مه د مزارشریف ښار په یوه ریکشا کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوه چې پړه یې «د آزادی جبهې» پر غاړه اخیستې ده.

په دې برید کې درې ملکي وګړي ټپیان شول. دویمه پېښه د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه د مزارشریف په ښار کې د یوه چاودنې په پایله کې رامنځته شوه چې څلور ملکي وګړي پکې ټپیان شول. د راپور په وینا، د دې برید پړه هم «ازادی جبهې» پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې، درېیمه پېښه د حمل په ۲۵مه په مزارشریف کې رامنځته شوې چې پکې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د دې برید پړه تر اوسه هېڅ ډلې نه ده منلې. یوناما په دغه راپور کې د افغانستان وضعیت د وري میاشتې له ۱۲مې څخه چنګاښ تر ۱۹مې نېټې پورې ارزولی دی.

یوناما ویلي، چې طالبانو په دې موده کې د بادغیس، نیمروز او فراه په ولایتونو کې څلور کسان د خلکو د سترګو په وړاندې اعدام کړي دي.

یوناما په دغه راپور کې همداراز ویلي چې طالبان په علني توګه د خلکو د بدني مجازاتو یا دورو وهلو لړۍ په اوونیز ډول روانه ساتلې، او په دې موده کې یې ۲۳۴ تنه — چې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم پکې شامل دي — په دورو وهلي دي. یوناما څرګنده کړې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ له میاشتې راپه دېخوا طالبانو په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د اعدام نورې شپږ پېښې هم ترسره کړې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په دغه موده کې د طالبانو او معترضانو ترمنځ د څلورو نښتو پر مهال، په بدخشان ولایت کې ۱۰ تنه لاریونکوونکي د طالبانو په ډزو وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، دا پېښې د ارګو، خاش او جرم ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

یوناما همدارنګه ویلي، چې د ثور په ۱۵مه نېټه لږ تر لږه ۲۰ کروندګر د طالبانو له خوا د ارګو ولسوالۍ په سیمه کې نیول شوي دي. په راپور کې د طالبانو له لوري د معترضانو پر وړاندې د ناوړه چلند او وهل ټکولو پېښو ته هم اشاره شوې ده.