سوداګري

اقتصادي ننګونو په افغانستان کې د وزګارۍ کچه زیاته کړې ده

نړیوال بانک راپور ورکړی چې اقتصادي ننګونو په افغانستان کې وګاري زیاته کړې او د افغانستان له نیمايي زیات وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د دغه بانک په نوي راپور کې راغلي چې له خلکو څخه د مالیو په راټولولو کې د طالبانو سخت اقدامات ښايي د اقتصادي ودې د مخنیوي او د بې وزلۍ د خپریدو لامل شي.

له بلې خوا، په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر د ۲۰۲۲ کال په پرتله په سلو کې څلورڅلوېښت سلنه زیات شوی او افغانستان تر ډېره په وارداتو تکیه کړې ده.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان کمزوری اقتصاد په هېواد کې د انفلاسیون د کمېدو اصلي لامل دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د کورنیو د سپما کمښت، د عامه لګښتونو کمېدل او د کوکنارو د کښت د مخنیوي له امله د بزګرانو د عایداتو کمښت په افغانستان کې د مجموعي انفلاسیون کچه منفي ۹،۷ سلنې ته رسولې ده.

د دغه راپور موندنې ښيي چې اقتصادي ننګونو په افغانستان کې وزګاري زیاته کړې او د افغانستان نیمايي وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د نړیوال بانک په راپور کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱،۹ میلیارده ډالره بلل شوی چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۰،۴ سلنه زیاتوالی ښيي، خو د افغانستان د صادراتو په پرتله واردات ډېر شوي چې د هېواد سوداګریز بېلانس کسر یې زیات کړی دی.

د افغانستان واردات د ۲۰۲۲ کال په پرتله نږدې دوه میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي، چې په ترتیب سره ایران، پاکستان او چین تر ټولو ډېر توکي افغانستان ته صادر کړي.

په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۲ کلونو کې د افغانستان صادرات او واردات:

ټول واردات:

په ۲۰۲۲ کال کې ۶.۳ ملیارده ډالر

په ۲۰۲۳ کال کې ۷.۸ میلیارده ډالر

ټول صادرات:

په ۲۰۲۳ کال ۱.۹ ملیارده ډالر

طالبان چې د خپلو عایداتو ډېره برخه پاکستان ته د ډبرو سکرو له پلورلو ترلاسه کوي، د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۴۶ سلنه کموالی راغلی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د ډبرو سکرو صادرات ۴۷۶ میلیونه ډالر او په ۲۰۲۳ کې ۲۵۷ میلیونه ډالره وو.

له بله پلوه، د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت، چې په ۲۰۲۳ کال کې د لوړېدو په حال کې و، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې بېرته راښکته شو. د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۴،۵ سلنې او د یورو پر وړاندې ۳،۷ سلنې ته راټیټ شو.

یو شمېر هېوادوال وايي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت له لوړېدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې د افغانستان عواید ۱۷۱ میلیارده افغانیو ته رسېږي، چې د تېر کال دې ته ورته وخت په پرتله نږدې شپږ سلنه زیاتوالی ښيي، خو د نړیوال بانک په وینا، د مالیاتو په راټولولو کې د طالبانو سخت اقدامات به ښايي د افغانستان اقتصادي وده له خنډ سره مخ کړي او د بې وزلې د خپرېدو لامل به شي.