افغانستان

د زابل یو شمېر اوسېدونکي د کلات ښار د واټونو له خرابوالي شکایت لري

د باګک، سینک او خرواریان ښارګوټي چې سلګونه کسان په کې ژوند کوي، هم هېڅ پاخه سړکونه نه لري او د دې سیمو اوسېدونکي وايي، ځايي مسوولین باید په دې تړاو جدي اقدام وکړي.

د دغو سړکونو حالت د زابل د اوسېدونکو د صبر کاسه ډکه کړې ده.

وایي یوازې څو محدود سړکونه پاخه شوي او ښه کیفیت لري، خو نور ټول سړکونه اسفالټ شوي نه دي.

د زابل اوسېدونکی حمیدالله وايي: « له ښاروالۍ غواړو چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژرترژره په دې برخه کې اقدام وکړي.»

دغه اوسېدونکي وايي، چې د ژمي په موسم کې او له بارانونو وروسته د ښار سړکونه له خټو ډک وي او تګ راتګ پرې نه شي کولای.

د کلات ښاروالي وايي، د دې ښار د سړکونو د بیارغونې لپاره بودیجه نه لري.

د کلات په ښاروالۍ کې د طالبانو د تنظیف آمر ضیاالحق ذاهد وايي: «ښاروالي له ټولو همکارو موسسو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې ده؛ ترڅو لکه څنګه چې له دې مخکې یې مرسته کړې ده، په راتلونکي کال کې هم له موږ سره دې برخه کې همکاري وکړي.»

تېر حکومت د کلات ښار د دوه طرفه سړک د بیارغونې چارې پیل کړې وې، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا بهیر ودرول شو او تر اوسه روښانه نه ده چې کله به بېرته پیل شي.