ښځې

د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه رعایتولو له‌امله د نجونو د نیولو په وړاندې د غبرګونونو دوام

File Photo.

يو شمېر نجونې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د وروستيو نيولو په غبرګون کې وايي چې زده کړې او د جامو اغوستلو بڼه د نجونو اساسي حق دى او «هېڅوک نه شي کولی» محدود یې کړي.

تر دې مخکې په پلازمېنه کې ځینو خپلواکو سرچینو او همدارنګه ملګرو ملتونو خبر ورکړی و، چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولي دي.

یو شمېر نورې نجونې او د ښځو حقونو فعالانې آمو ته وايي چې طالبان په دې ډول نیولو سره هڅه کوي چې «ټولنه نرسالاره» کړي او ښځې او نجونې له ټولنې لیرې کړي.

د طالبانو وياند تر دې وړاندې آمو ته د دغه ډول نيولو خبره رد کړې وه.

یو شمېر نجونې د دغه ډول نيولو په غبرګون کې وايي، چې زده کړې او د جامو اغوستلو بڼه د دوى اساسي حق دى او هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له دې حقه بې برخې شي.

د حسنا په نوم یوه محصله وايي: «زموږ زده کړې، زموږ کورسونه، زموږ پوهنتون ته تلل او زموږ جامې زموږ د افغان نجونو مسلم حق دی، هیڅوک له موږ دا حق نه شي اخیستلی او په هیڅ ډول یې نه شي محدودولی.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبر ورکړی و، چې طالبانو د کابل له دشت برچي او خیرخانې سیمو یو شمېر ښځې او نجونې نیولي دي. یو شمېر خپلواکو سرچینو او هېوادوالو هم آمو ته ویلي چې طالبانو د کابل له خیرخانې، تایمني، دشت برچي او مکرویانو سیمو څخه یو شمېر ښځې او نجونې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله نیولي دي. خو تر وړاندې د طالبانو ویاند آمو ته دا ډول نیول رد کړي وو.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې د دغو نیونو په دوام کې نجونې او ښځې حتی د خپلو مهمو اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره هم له کوره نه شي وتلی.

د ښځو د حقونو فعاله راحیل تلاش وايي: «نجونې یوازې د اړتیا وړ توکو د ترلاسه کولو لپاره له کوره وځي، که نه نو دوی نه پوهنتون لري او نه هم دنده چې بېرون وځي. خو له بده مرغه طالبانو په دې کړنې(نیونو) سره حتی کورنۍ دې ته اړې کړې چې د خپلو لوڼو د ترلاسه کولو لپاره ضمانت ورکړي چې د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له کوره ونه وځي.»

په همدې حال کې یو شمېر نجونې او د ښځو حقونو فعالانې دغه نیول له ټولنې د ښځو او نجونو د لرې کولو یوه هڅه بولي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله مژګان فراجي وايي: «په افغانستان کې په ځانګړې توګه په ښارونو کې د ښځو ډله ییزه نیول د وېرې او وحشت له رامنځته کولو پرته بله هېڅ توجیه نه لري، د دې لپاره چې ښځې له لږو ټولنیزو فعالیتونو هم چې په افغانستان کې یې لري، بې برخې کړي.»

د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي: «طالبان غواړي د خپلې خوښې سره سمه یوه افراطي او نرسالاره ټولنه چې پخوا وه، رامنځته کړي، دوی (طالبان) کولی شي د ښځو په ځپلو سره خپلې موخې په اسانۍ ترلاسه کړي.»

د دغو نیونو تر څنګ، طالبانو واک ته له رسېدو سره يو شمېر معترضې مېرمنې هم ونيولې، چې يوه له دغو معترضو ښځو منيژه صديقي لا هم د طالبانو په بند کې ده.