سوداګري

د چین او افغانستان ترمنځ د بدخشان واخان لارې د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د واخان بدخشان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، د بشپړیدو په حال کې دی. چينايي رسنيو خبر ورکړی، چې ښايي بېجينګ د امنيتي ګواښونو له ويرې د دغه سړک په فعاليت کې له احتياط څخه کار واخلي.

د دې موضوع په تړاو، یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې چین د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې دغه هېواد ته د ترهګرو د ننوتو له امله اندېښمن دی او له همدې امله به د ستراتیژیکو پروژو چارې وځنډوي.

د واخان سړک چې له گنبد سیمې څخه پیل او په چین پای ته رسېږي، ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۳۷۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

اوس د دغه سړک د جوړولو کار په بشپړیدو دی او طالبان پرې د کار د پیلیدو انتظار باسي.

خو چينايي رسنيو خبر ورکړی، چې بېجينګ د دې لارې د امنيت په اړه اندېښمن دی او په کارولو کې به يې له احتياطه کار واخلي.

هغه سړک چې د واخان له دهلیز او غرنۍ سیمې تیریږي او چین ته رسېږي.

یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې چین له دې لارې د ترهګرو له ننوتلو اندېښمن دی او له همدې امله به د دې لارې څخه ګټه اخیستنه وځنډوي.

د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش وايي: «اوسنی وضعیت د طالبانو د منفي کړنو پر بنسټ بدل شوی دی او له یوې خوا د طالبانو ضد خوځښتونو د شتون له امله ګڼې پروژې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا ګڼې نورې ډلې چې د طالبانو له پلانونو سره مخالفې دي او چین هم نه غواړي خپله پانګه په داسې څه ولګوي چې پایله یې هم منفي وي.»

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت پنځه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د واخان سړک د جوړونې او بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

طالبان دغه سړک یو ستراتیژیک سړک ګڼي چې افغانستان نه یوازې له چین بلکې د بدخشان- واخان له لارې پاکستان او تاجکستان هم سره نښلوي.

د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر مشر میرزا محمد شکیب وايي: «د بدخشان په ولسوالۍ کې له ګنبد څخه تر چین پورې د ۴۹.۷ کیلومتره سړک د جوړولو کار روان دی. دغه سړک افغانستان له چین سره نښلوي او زموږ د هېواد لپاره اقتصادي ارزښت لري. د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت تر مدیریت لاندې ۴۰ کیلومتره سړک بشپړ شوی. او پاتې لس کیلومتره به هم ژر بشپړ شي او افغانستان به چین سره ونښلول شي.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د واخان سړک د چین د یو کمربند او یوې لارې د پروژې برخه ده او بیجینګ له افغانستانه د امنیتي ګواښونو له امله له دغه سړک ګټې اخیستنې ته لېواله نه دی.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «چينايان تر هغې چې افغانستان په رسميت نه وي پيژندل شوی او په نړيواله کچه يې اساسي مکلفيتونه نه وي پيژندلي، غواړي دغه پروژه ولېږدوي. په هر صورت، زه فکر کوم هغه پنځوس کيلومتره چې د جمهوريت پر مهال پلان شوی وو، زموږ له سرحدي پولې څخه چین ته د دې پروژې رسول، یو له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي چې باید ترسره شي، خو د امنیت مسله مهمه ده.»

د واخان بدخشان سړک د جوړېدو چارې د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې پیل شوې وې، خو له لنډې مودې وروسته یې کارونه ودرول شو.

د دغه سړک د جوړولو یوه موخه د افغانستان په کاني زېرمو کې د چین د پانګونې راجلبول دي.

اوس‌مهال د افغانستان د سترو کانونو قراردادونه، چې د عینک د مسو او د «آمو سیند» د نفتو حوزې پکې شاملې دي، د چینایي کمپنیو په لاس کې دي.