ښځې

غزني کې د پلور بازار له کموالي د معلولو صنعت‌ګرو ښځو شکایت

غزني کې یو شمېر معلولې ښځې وايي چې د خپلو تولیداتو د پلورلو لپاره بازار او مناسب ځای نه لري.

غزني کې د معلولو ښځو اتحادیې رییسه ناهیده ولسي آمو ته وايي چې په دې ولایت کې معلولې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي‎.

دغه معلولې ښځې زیاتوي، چې مخکې یې تولیدات تر دې زیات پلورل کېدل؛ خو اوس‌مهال خلک د لاسي تولیداتو د پېرلو لپاره ښه اقتصاد نه لري.

دوی وايي چې موخه یې د کورنیو تولیداتو وده او همداراز د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرول ده.

دغه معلولې ښځې وايي چې له دوو کلونو راهیسې هڅه کوي یو نندارتون رامنځته کړي او خپل لاسي صنایع پکې نندارې ته وړاندې کړي؛ خو په دې ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولین تر اوسه دوی ته د دا ډول نندارتون د رامنځته کولو اجازه نه ده ورکړې.

دا ښځې وايي، د پلور بازار د نشتون له امله یې عواید کم شوي دي او زیاتوي دومره عاید لري چې یوازې وکولای شي د تولید لپاره بېرته خپل وسایل پرې وپېري.

دغه صنعت‌ګرې ښځې وايي سره له دې چې معلولیت لري؛ خو هره ورځ د لاسي صنایعو پر تولید بوخې دي او اړتیا لري چې د تولیداتو لپاره یې بازار موندنه وشي؛ ځکه د خپلو کورنیو د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې دي.

دا ښځې په داسې حال کې د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري چې طالبان تل ادعا کوي د ښځو لپاره یې د سوداګریز فعالیت زمینه برابره کړې ده.

له دې سره سره، په تېرو دوو کلونو کې ښځې په یو شمېر نندراتونونو کې چې کابل او نورو ولایتونو کې رامنځته شول، وتوانېدې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.