ښځې

د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد چې نجونې یې له زده‌کړو بې‌برخې دي

نن د زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زدهکړو بې برخې دي.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو په اړه سختې پالیسۍ پلي کړې؛ په ګډون د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د زده کړې بندیز. په لومړیو څو پړاوونو کې طالبانو ښوونځي او بیا پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل. دې پالیسۍ په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې.

ځینې ​​زده‌کوونکې وايي، چې خوبونه یې له منځه تللي او هیلې یې تیارې شوې. که څه هم يو شمېر يې د ځمکې لاندې ښوونځیو کې د خپلو ارمانونو په لټه کې دي، خو وايي چې د ښوونځي او پوهنتون لپاره هېڅ بدیل نشته.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، له زده‌کړو د نجونو منع کول د افغانستان او نړۍ تر منځ د شرم وړ توپیر دی.

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت مو وپوښتل چې له زده کړو بې‌برخې کېدل څه احساس لري؟

دا احساس ښايي په نړۍ کې يوازې د افغانستان نجونې ولري؛ لکه وړه مهرماه چې سږ کال یې د دوکتورا تر کچې د زده‌کړو له ارمان سره د شپږم ټولګي کتابونه بند کړل.

مهرماه وايي: «کله چې زه په کور کې یم، زه ډېره ځورېږم. زه غواړم ډاکتره شم ترڅو له خپلو خلکو او کورنۍ سره مرسته وکړم.»

خو مهرماه د خپل ژوند لپاره د نویو کلمو او جملو په لټه کې د ځمکې لاندې ښوونځیو ته ځي. هغه ښوونځي چې د افغانستان په هر ګوټ کې د طالبانو له سترګو لیرې نجونې د زده‌کړو په څرخ کې ساتي؛ خو کله‌ناکله د طالبانو له خوا له منځه ځي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مسووله هیدر بار وايي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې یې په سیستماتیک ډول له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو بې‌برخې دي، دا په بشپړ ډول ټکان ورکوونکې ده، چې له دوو کلونو راهیسې دا لړۍ روانه ده. دغه د نجونو او ښځو لپاره تر دوو کلونو زیات د زده‌کړې له لاسه ورکول دي چې هیڅکله به جبران نه شي.»

د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو په سختو پالیسیو کې لږ تر لږه په څو مواردو کې د زده کړو محدودیتونه شامل دي. د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۷ مه، نجونې ښوونځي ته او له شپږم ټولګي پورته ټولګیو ته له تلو منع شوې. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې لومړی پوهنتونونه او بیا ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل شول؛ د ښوونیزو مرکزونو تړل په څو پړاوونو کې ترسره شول. په دې حساب سره د میلیونونو خلکو د زده کړې لپاره د هیلې هره یوه دروازه د یو نسل لپاره بنده شوه.

د ښځو او نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز پالیسي:

ـ د ٢٠٢١ کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل

– د ٢٠٢٢ کال په ډسمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل

ـ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو تړل
ـ د په ۲۰۲۳ کال کې د نجونو د یو شمېر نورو روزنځایونو تړل

د یونیسکو د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ښوونځیو تړلو له امله ۱.۱ میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوې او ۲.۵ میلیونه ځوانې او د ښوونځي عمر لرونکي نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شوې. په همدې ډول، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې تر ۱۰۰ زره ډېرې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوې دي. هغه شمېرې چې ښایي تر نن ورځې پورې لوړې شوې وي او نورې محرومې نجونې هم پکې شاملې شوې وي.

د نجونو د زده کړو په اړه د یونیسکو شمېرې
–  په ٢٠٢١ کال کې له ښوونځي د څه باندې یو میلیون نجونو بې برخې کېدل
–  په ټولیز ډول له زده کړو د ۲.۵ میلیونو نجونو بې برخې کېدل
–  ۳۰ سلنه افغان نجونو لومړنیو زده کړو کې ګډون نه دی کړی.
–  له پوهنتونونو څخه د ١٠٠ زرو نجونو بې برخې کېدل

په څه د پاسه دوو کلونو کې له افغانستانه تر نړۍ پورې د نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره ډېر غږونه پورته شول، خو اوبه له اوبو پرې نه شوې او طالبان په کور کې د ښځو او نجونو د ساتلو له تګلارې څخه یو ګام هم شاته نه شول.

نن د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان پرته د نړۍ په هر ګوټ کې نجونې زده‌کړو ته لاسرسی لري؛ د افغانستان ښځې او نجونې چوپه خوله نه دي پاتې شوي او د محرومیت د ختمولو لپاره د دوی غږ په هر ځای کې لوړ دی، که څه هم لږ اورېدل کېږي.