ښځې

امریکا: له ښځو سره د طالبانو چلند د واشنګټن لپاره «لویه اندېښنه» ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات، د امریکا لپاره په «لویه اندېښنه» د بدلېدو په حال کې دي.

هغه وايي طالبان په رسمیت پېژندلو د غوښتنې په حال کې دي چې «د نه منلو وړ» اقدامات ترسره کوي چې د امریکا د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې دي چې یوناما تېره ورځ په یوه راپور کې وویل: «طالبانو تر ډېره له دشت برچي هزاره‌میشتو سیمې او خیرخانې څخه چې اوسېدونکي یې تر ډېره تاجک وګړي دي، نیول ښځې او نجونې نیولې دي.»

وانت پتل وایي چې امریکا بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لپاره یو لړ تدابیر عملي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند همداراز زیاته کړې: «داسې اقدامات او کړنې عملي شوې؛ ترڅو ډاډمن شو چې زموږ بشردوستانه مرستې د طالبانو لاس ته ورنه شي.»

هغه وویل: «د امریکا دولت په افغانستان کې له باور وړ بنسټونو سره په نږدې اړیکه کې دی او ډاډمن دی چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې به د طالبانو لاس ته ورنه شي.»