ښځې

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د معترضې مېرمنې منیژې صدیقي د «له قید او شرط» پرته خوشي کولو غوښتونکی شو

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د متعرضې مېرمنې منیژې صدیقي «له قید او شرط پرته» خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغه د نیولو له وخته، په زندان کې له وکیلانو یا کورنۍ سره منظم ملاقات ته لاسرسی نه لري او د شکنجې او نورو ناوړه چلندونو له امله یې روغتیايي وضعیت په خرابېدو دی.

دغه بنسټ «دوشنبې د سلواغې دویمه» په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې مېرمن صدیقي په هېڅ جرم نه ده تورنه شوې او همداراز یې له طالبانو غوښتي؛ د «معترضو مېرمنو له ځورولو» لاس واخلي.

دغه سازمان وایي چې د معترضې مېرمنې منيژې صدیقي نیول کېدل د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو له هغې جملې د مدني او سیاسي حقونو له نړیوال تړونه چې افغانستان یې هم غړی دی، خلاف عمل دی.

طالبانو «د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو» غړې منيژه صدیقي د اکتوبر په نهمه د کابل ښار له خیرخانې سیمې نیولې ده.

له هغې وروسته چې د مېرمن صدیقي کورنۍ تایید کړې وه چې دوی له دوو اونیو بې درکه کېدو وروسته، خبر شول چې طالبانو مېرمن صدیقي نیولې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي: «دا د بیان آزادۍ او سوله‌يیزو اعتراضونو له حقه څرګنده سرغړونه ده، له دې امله له طالبانو غواړو چې منیژه صدیقي ژرترژره او له کوم شرط پرته خوشې کړي.»

دغه سازمان همداراز ویلي چې له واکمنېدو راهیسې طالبانو په پراخه توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې او د طالبانو پر سیاستونو معترضې مېرمنې بې درکه شوې دي. ځینې وختونه په خپلسر نیول شوې او شکنجه او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې همداراز راغلي چې طالبانو سربېره پر ښځو، یو شمېر خبریالان چې ددوی د دغو اعتراضونو په اړه یې راپور ورکاوه، نیولي او ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.