نړۍ

بایډن: نتانیاهو د یوه فلسطیني هېواد د جوړېدو لپاره له ټولو لارو سره مخالف نه دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي چې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې د فلسطینیانو لپاره د خپلواک هېواد د جوړولو لپاره د احتمالي حل لارو په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ د امریکا له ښاروالانو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: «نتانیاهو د دواړو هېوادونو له ټولو حل لارو سره مخالف نه دی او بېلابېلې حل لارې موجودې دي.»

د امریکا ولسمشر، له هغې یوه ورځ وروسته چې نتانیاهو په ښکاره اعلان وکړ، له جګړې وروسته د یوه فلسطینی دولت له جوړېدو سره مخالف دی؛ د اسراییلو له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزې جګړې د حل لارې په اړه خبرې کړې دي.

سپينه ماڼۍ وايي چې دا خبرې پر غزې تړانګې د اسراییلو د بریدونو په اړه وې.

له بلې خوا، بایډن ددې پوښتنې په ځواب کې چې په واک کې د نتانیاهو له پاتې کېدو سره سره ددې ستونزې د حل لاره شونې ده، وویل: «نه، نه ده.»

د امریکا ولسمشر د دواړو هېوادونو د حل لارې د ردولو په هکله د نتانیاهو د څرګندونو په اړه زیاته کړه: «ښايي په داسې شرایطو کې، له اسراییلو سره د امریکا د مرستو پر دوام بیا غور وشي؛ خو فکر کوم وکولای شو چې یو کار وکړو.»

په یوه بیانیه کې چې د سپينې ماڼۍ له خوا خپره شوې پکې راغلي چې بایډن او نتانیاهو په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو، د لازیاتو هدفي بریدونو او غزې تړانګې ته د لازیاتو مرستو لېږلو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.