نړۍ

ملګري ملتونه: په تېر یو کال کې په سوډان کې ۱۲ زره تنه وژل شوي دي

د ملګروملتونو امنیت شورا د سوډان د روان وضعیت په اړه خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېر یوه کال کې، ددې هېواد د چټک غبرګون او پوځ ترمنځ «قومي» تاوتریخواليو کې لس تر ۱۵ زره تنه وژل شوي دي.

ددې راپور له مخې، دا تاوتریخوالي د سوډان په لوېدیځ دارفور الجنینه ښار کې په «قومي انګېزې» شوي دي.

د ملګروملتونو د بندیزونو اتو خپلواکو څارونکو امنیت شورا ته په یوه راپور کې د تلفاتو شمېر د ملګروملتونو له اتکلیزو شمېرو سره پرتله کړې چې پر بنست یې، د تېر کال د اپریل په ۱۵ د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو او پوځ ترمنځ نښتو له پيل راهیسې، په دغه هېواد کې ۱۲ زره تنه وژل شوي دي.

د ملګروملتونو په راپور کې راغلي: «ځوانان تر ډېره په نښه شوي او د دوی د قوم په اړه ترې پلټنې شوې دي. له هغې وروسته چې پېژندل شوي د بل قوم دي په ډزو سره وژل شوي دي. پر ښځو فزیکي او جنسي تېري شوي او پراخې ډزې د ښځو او ماشومانو د مړګ ژوبلې لامل شوې دي.»

ملګري ملتتونه وایي چې ۵۰۰ زره تنه له سوډان څخه د چاد جمهوریت ختیځ ته کډه شوې دي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو ځینو څارونکو په سوډان کې «د چټک غبرګون ځواکونو ته په اونۍ کې څو ځله د متحده عربي اماراتو پوځي مرسته» تایید کړې ده.

د سوډان یوه لوړپوړي جنرال هم د تېر کال په نومبر میاشت کې، متحده عربي امارات په دې هېواد کې د جګړې له ښکېل لوري یعنې چټک غبرګون ځواکونو له هڅو په ملاتړ تورن شوي دي.

خو متحده عربي اماراتو د ملګروملتونو څارونکو ته په یوه لیک کې لیکلي چې دغه هېواد په ۱۲۲ الوتنو کې هغو سوډانیانو ته بشردوستانه مرستې برابرې کړې چې د چاد جمهوريت شمال ته له جګړې تښتېدلي دي.

دغو څارونکو ویلي چې د اپریل او جون میاشتو په نیمايي په الجنینه ښار کې تاوتریخوالي زیات شوي دي. د دوی په وینا په همدې وخت کې د چټک غبرګون ځواکونو او متحدینو یې، د ماسالیت افریقايي قومي ډلې په نښه کړې؛ داسې بریدونه چې د دغو څارونکو په وینا، «د جنګي جنایت او بشریت ضد جنایت» کېدای شي.  

د چټک غبرګون ځواکونو له دې مخکې دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي؛ په هغه صورت کې چې د دوی ځواکونه په قومي انګیزې سره په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، له «عدالت» سره به مخ شي.