نړۍ

چینایي جنګي الوتکو د تایوان په شاوخوا کې الوتنې پیل کړې

د چین جنګي الوتکو په تایوان کې له ټاکنو وروسته د ځواک په لومړني ښودلو کې، د چهارشنبې په ورځ د دې ټاپو شاوخوا الوتنې وکړې.

په دې لړ کې د تایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا جنګي الوتکې د «ګډ جنګي تیاري» د ګزمې په حال کې دي او د تایوان له ټاکنو وروسته دا په لویه کچه لومړنی پوځي فعالیت دی.

د تایوان ولسمشر لای چینګ ته له بري وروسته ویلي وو: «هوډمن یو چې ټایوان د چین د دوامداره ګواښونو په وړاندې وساتو.»

چین چې تایوان خپله برخه بولي، په تېرو څلورو کلونو کې په منظم ډول ددې ټاپو شاوخوا فضا او اوبو ته الوتکې او کښتۍ لېږي.

خو د تایوان نوی ولسمشر لای جینګ ته د خپلواکۍ غوښتنې په لیدلوري، د چین له خوا د تایوان د رسمیت پېژندلو غوښتونکی دی.