سوداګري

د باروړونکو موټرو پرمخ د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته د مالي زیانونه اړولي

د تورخم لاره د پرلهپسې درېیمې ورځې لپاره هم د موټرو او کانتینرونو پر مخ تړلې ده.

د تورخم د لارې دواړو غاړو سوداګر او موټر چلوونکي آمو ټلویزیون ته وایي، چې سبزیجات او میوې یې خرابې شوې او دوی ته لوی مالي زیانونه اوښتي دي.

دغه سوداګر او موټر چلوونکي وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیاسي کړکېچ قربانیان دي.

له درې ورځو راهیسې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې بې پاسپورټه موټر چلوونکو ته خپلې خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او د تورخم دروازه به د دوی پر مخ وتړي.

کیسه د دغو چلوونکو د پاسپورټونو او وېزو ده. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې دغو چلوونکو ته به له پاسپورټ پرته خپلې خاورې ته د ننوتو اجازه ورنه کړي.

اوس سلګونه موټر چلوونکي له خپلو ټرانزیټي مالونو سره د بې برخلیکۍ په حال کې دي.

یو موټر چلوونکی عبدالصمد وايي: «دا زما پاسپورټ دی، د ویزې ترلاسه کولو پسې ځم خو په کنسلګرۍ کې څوک نشته.»

موټر چلوونکی عبدالجبار وايي: «زه له نړیوالو چې د بشري حقونو دعوې کوي، غواړم دلته راشي او بشري حقونه پلي کړي.»

خو د سوداګرو د سبزیجاتو، میوو او نورو توکو خرابیدل اصلي اندېښنه ده.

یو سوداګر عبدالرحیم وايي: «زه له پاکستان غواړم چې په سوداګرۍ کې سیاست نه ګډوي. سیاست ستاسو خپل کار دی، خو دا یوه سوداګریزه موضوع ده، نو عامو خلکو او سوداګرو ته زیان مه رسوئ.»

د عبدالرحمن په نوم بل سوداګر وايي: «دلته د پاکستان قونسلګري فعاله ده او په کابل کې یې سفارت هم فعال دی، خو چا ته ویزې نه ورکوي. که دوی ویزې ورکړي، دا ستونزه به هم هواره شي.»

خو د تورخم دې بلې غاړې ته؛ دلته په پاکستان کې هم ټول ټرانزیټي موټرونه بند پاتې دي.

درې شپې او ورځې کیږي چې له هټیو او بازارونو لرې، په سړه هوا کې دلته په دې سړک ولاړ دي. د خوراکي توکو تودول او چمتو کول د دې موټر چلوونکو لپاره بله ننګونه ده، دوی وايي، خوراکي توکي او لګښتونه یې هم د ختمېدو په حال کې دي.

موټر چلوونکی عبدالظاهر وايي: «دا دروازه په اوونۍ کې دوه ځله خلاصوي او بندوي، یا خو دې یې د تل لپاره بنده کړي او یا دې د تل لپاره خلاصه پریږدي. ستونزه د دوو هیوادونو تر منځ ده، خو زیان یې عام خلک او موټر چلوونکي ویني. سبزي او نور مالونه خرابیږي او موږ ته زیان رسیږي.»

نصیر له لسو کلونو راهیسې په دې لاره موټر چلوي، هغه د افغانستان پاسپورت ترلاسه کول د اوسپنو نینو چیچل ګڼي. وايي؛ د دواړو هېوادونو تګلارې باید د دوی پر کار ناوړه اغېز ونه کړي.

موټر چلوونکی نصیر احمد وايي: «له خپلو موټرونو لېرې نه شو تلی، دا هم زموږ لپاره تاوان دی، هم حکومتونو لپاره تاوان دی او هم د سوداګرو لپاره تاوان دی.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د دغې لارې له تړل کېدو سره له ۸۰۰ تر ۹۰۰ موټرونه او د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو کانټینرونه په دواړو غاړو کې بند پاتې دي.

اوس دغه موټر چلوونکي د دې دروازې د پرانیستو او له افغانستان سره د پاکستان له سیاسي ننګونو د دوی د کاروبار د لیرې ساتلو په تمه دي.