سوداګري

د کابل په بازارونو کې د توکو بر بیو د تورخم لارې د تړلي پاتې کېدو اغېز

د تورخم دروازې تړلې پاتې کېدو د افغانستان په بازارونو په ځانګړې توګه د کابل پر بازارونو ناوړه اغېز کړی دی.

يو شمېر هټيوال په ځانګړې توګه د مېوو او سبزيو پلورونکي وايي، هر ځل چې دغه لار تړل کېږي، د مېوو او سبزيجاتو بيې په بې ساري ډول لوړېږي.

په کابل ښار کې د سبزيجاتو پلورونکي وايي، چې له پرون راهيسې د اووه کيلو رومي بانجانو بيه سل افغانۍ لوړه شوې او د نورو سبزيجاتو او مېوو بيه هم د پام وړ لوړه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه له دواړو لورو غواړي چې د دې لارې د بیا پرانیستلو لپاره هڅه وکړي.

د تورخم لار د شنبې له سهار راهیسې د مالونو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې ده.

د دې لارې د تړلې پاتې کېدو لامل د پاکستان د حکومت له لوري د موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي شرط دی.

خو د دې لارې تړل کېدو د کابل په بازارونو ناوړه اغېزې پرېښې دي.

سبزي پلورونکی علي وايي: «له هغې ورځې چې پوله تړل شوې، د سبزیجاتو په بیه کې ډېر بدلون راغلی دی.»

یو میوه پلورونکی لطیف وايي: «په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د لارې له تړل کېدو وروسته، موږ یو کرېټ کینو په ۵۸۰ افغانۍ، خو نن موږ په ۶۸۰ افغانۍ وپېرلې. یعنې د ترکارۍ او مېوو بیه لوړه شوې ده.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د دغې لارې له تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو کانټینرونه درول شوي دي.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «د بیو د لوړېدو په موخه او ګټې ترلاسه کولو په موخه د افغانستان او پاکستان د توکو پر مخ د لارې تړل کېدل، د افغانستان تجارتي اقتصاد ته ګوذار ورکول دي.»


د پاکستان په ځانګړي ډول د واګې او کراچۍ بندرونه د افغانستان لپاره تر ټولو لنډې سوداګریزې او ترانزیتي لارې بلل کېږي او سوداګر له دې دوو بندرونو افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو ټرانزیټي توکي واردوي.

یو شمېر سوداګر وايي، له طالبانو سره د پاکستان سیاسي ستونزو د افغانستان پر ټرانزیټي سوداګرۍ سیوری غوړولی او په پایله کې یې سوداګر او خلک زیانمنېږي.